د تورخم دروازې پرانیستو په اړه د دواړو غاړو ولسونو هوکړه کړې

رپورٹ (CBN247)

ننګرهار کې د اطلاعاتو امر مولوي صدیق الله قریشي باختر آژانس ته ویلي، چې د فرضي کرښې دواړو لورو سوداګرو او قومي مشرانو د تورخم دروازې د پرانیستلو په تړاو ولسي هوکړه کړې.

د نوموړي په خبره دواړه لوري به اوس د لارې پرانیستو په اړه خپلې طرحې حکومتي مشرانو ته د سلا مشورو په موخه وړاندې کوي، چې ترې وروسته به د لارې خلاصون په اړه د حکومتونو په کچه پرېکړه کیږي.

قریشي زیاتوي، چې ټاکل شوې نن ماښام د دواړو لورو ترمنځ بله ناسته هم وشي.

د یادونې وړ ده، چې تورخم دروازه له نږدې یوې میاشتې راهیسې د پاکستان له لوري د هر ډول تګ – راتګ پرمخ تړل شوې ده.

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے