د سولر سرمایه کارو لپاره بد خبر: وفاقی حکومت د شمسي بجلۍ د یو یونټ بیعه 27 زوپۍ نه 10 زوپۍ ته راکم کو

ریاض خان

د پاکستان اقتصادي رابطه کمېټۍ د شمسي بجلۍ بيعه د 27 روپۍ یونټ نه لس روپۍ یونټ ته راکوزه کړې چی د ګریډ د بجلۍ په صارفینو د ټیکسونو بوج راکم کړي خو سوداګر وايي د دې فیصلې سره به د هغوی لګولې سرمایه کاري ضایع لاړه شي او په پیداوار به منفي اغیزې وشي.

د  خیبر پښتونخوا مرکزی تاجرانو د تنظیم عمومې سیکتر ظاهر شاه وایی د وړو کاروباریانو نه واخله تر غټو کاروباریانو پوری  د 60 لاکه نه تر 4 کروړه روپو پوری ځان ته شمسی د بجلۍ انتظام کړی چی د ملک دننه د توانایي په بحران قابو بیا موندی شې خو حکومت خپل مدد په خپله دغه انتظام ته د مرستو ورکولو په ځایی په لاره ک خنډان راولاړوې

ظاهر شاه کراس بارډر  نیوز ته اویل دا بی انصافي ده چی ماته په 48 روپی یونټ راکوی او زما نه په لس روپۍ یونټ اخلی دوی زیاته کړه دا به د بجلی د بچت او پیداوار کی د اضافی مقصد پورا نه کړی

,, کوم نظام چی تاجرانو په خپله ځان له جوړ کړی نو حکومتی فیصلی سره به دی ته تاوان اورسی او د هغی هغه ګټی به ترلاسه نه شی کوم چی معیشیت ته دوام ورکوی،،

اقتصادی رابطه کمېټۍ ته ویل شوی دا ګام په داسی وخت کی اخلی چی د سولر په ځایی د ګریډ بجلۍ استعمالونکو باندی د 159 اربه روپو د مالیی بوج زیات شوی او  دغه بوج راکم کړی شی  ددی وړاندی وفاقی محتسب نیپرا ته ویلی وو چی د سولر یا شمسی بجلۍ په صارفینو 18 فیصده جی ایس ټی اولګوی خو اقتصادی رابطه کمیټی وایی اوس به د سولر صارفینو نه شمسی بجلی 27 روپۍ  یونټ په ځایی په لس روپۍ یونټ اخلی او هغوی ته به په 48 روپۍ یونټ بجلی ورکوی خو په دی کی ټول ټيکسونه هم  شامل دی اقتصاد پوهان وایی دی سره به د سولر بجلی استعمال هم راکم شی

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے