رپورٹ(CBN247)
د تورخم کمیسار ملا عبدالجبار حکمت باختر آژانس ته ویلي، دغه لار چې وړمه ورځ د ټرانزیټ پرمخ پرانیستل شوې وه، له دوه ورځني ځنډ وروسته یې نن د مسافر پرمخ هم پرانیستل شوه.
یاده لار چې ټاکل شوې وه، د جمعې ورځ خلاصه شي، له کرښې هغې غاړې ته د وسایلو د تخریب له وجې یې پرانیسته یو ورځ وځنډېده.

بل لور د ننګرهار اطلاعاتو امر ویلي، چې د تورخم دروازې د بندېدو له امله زرګونه مسافر دواړو غاړو ته بند پاتي، چې له امله یې هلته ډېره ګڼه – ګوڼه رامنځته شوې ده. نوموړی زیاتوي، چې دغه ګڼه ګوڼه به په راتلونکو دوو یا دریو ورځو کې کمه شي، چې له همدې امله خلکو څخه غوښتنه کوي، چې د امکان تر بریده دوه ورځې انتظار وکړي، څو د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله تکلیف سره مخ نه شي