کوټه: د بي اېن پي د جلسې وروسته چاودنه کې 13 کسان وژل شوي، 35 ژوبل

د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکزي ښار کوټه کې تېر د دويم ستمبر په ماسخوتن د بلوچستان نېشنل پارټۍ (بي اين پي مېنګل) د جلسې سمدست پس چاودنه شوې چې پکې لږ تر لږه 13 کسان وژل شوي او 35 نور ژوبل شوي دي.

بل لور ته هم پرون په کېچ ضلعه کې يوه چاودنه کې پينځه امنيتي اهلکار وژل شوي دي.

د چارواکو په وينا چاودنه د کوټې د شهواني سټيډيم سره نزدې په هغه ځای کې شوې چرته چې د جلسې دپاره راغلي ګاډي ودرول شوي وو.

جلسې ته د بي اېن پي مشر سردار اختر مېنګل، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د عوامي نيشنل ګوند اصغر خان او نورو سياسي مشرانو ويناوې کړي دي.

اختر مېنګل په اېکس پوسټ کې ويلي، هغه په چاودنه کې روغ وتلی، 15 غړي یې وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

د بي اېن پي يو مشر ساجد ترين ويلي، په چاودنه کې یې د ګوند 13 غړي وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

ويل شوي چاودنه د جلسې ختمېدو 15 منټه وروسته شوې ده.

د رپورټونو ترمخه د بلوچستان محکمه داخله د شپې ناوخته ويلي، د پېښې پلټنې پيل کړل شوي دي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف، د بلوچستان صوبې وزيراعلا سرفراز بګټي او ګڼو سياسي مشرانو د چاودنې غندنه کړې ده.

کېچ کې چاودنه

بل لور ته پرون په دویم ستمبر هم د بلوچستان په کېچ ضلعه کې يوه بله چاودنه کې پينځه امنیتي اهلکار وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

ويل شوي، د فرنټیر کورپس ګاډی د چاودنې ښکار شوی او مرګ ژوبله یې اړولې ده.

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے