د شماریاتو اداره : په پاکستان کی د اګست په میاشت کی ګرانې کمه شوی .

ریاض حسین :

د پاکستان د شماریاتو ادارې (PBS) له‌خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اگست میاشت کې د هیواد د بنیادی ګراني کچه (Core Inflation) ۳ فیصدی ته راکمه شوې، او دا د جولای د میاشتې ۴.۱ فیصدی په پرتله یو ښکاره کمښت دی
تېر کال د هم د اګست په میاشت کی د افراط زر شرح ۹.۶ فیصدی ته وه.

د شماریاتو د اداري د رپورټ تر مخه په میاشتني بنيادونو (MoM) افراط زر د جولای د ۲.۹ سلنې زیاتوالي وروسته، د اگست په میاشت کې ۰.۶ سلنه راټیټ شوی، چې د تېر کال د اگست میاشتې ۰.۴ سلنه زیاتوالي ښیې

Urban inflation ښاریزه ګرانې

د ښاري سیمو CPI افراط زر د اگست په میاشت کې کال په کال (YoY) ۳.۴ سلنه وو، چې د جولای د ۴.۴ او تېر کال د اگست د ۱۱.۷ سلنې په مقابل کم شوی.

په میاشتني حساب سره دا کچه ۰.۷ سلنه راکمه شوې، پداسې حال کې چې جولای کې ۳.۴ سلنه لوړه شوې وه.

کلیوالي سیمې ګراني :

CPI افراط زر په کلیوالو سیمو کې کال په کال ۲.۴ سلنه ثبت شوی، د جولای د ۳.۵ او د تېر کال د ۶.۷ سلنې پرتله کمه ده.

په میاشتني ډول یې ۰.۵ فیصده کمه شوی، تېره میاشت ۲.۲ سلنه زیات شوی وه

امروزه ګرانې (SPI):

د اګست په میاشت کی کال ۲۰۲۵ Index Sensitive Price (SPI) د کې کال په کال ۲.۶ فیصدی ګراني زیاته شوی، چې دا د جولای د ۰.۹ سلنه کمښت او د تېر کال د ۱۰.۸ فیصده زیاتوالي په ضد راکوزه شوی

خو په میاشتني ډول دا کچه ۳.۲ فیصده زیاته شوی

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے