فضل عزيز بونيری
پاکستان کې تېر د اګست په مياشت کې د وسلهوالو بریدونو په کچه کې د اندېښنې وړ زياتوالی شوی دی، د نور کله په څېر تېره میاشت هم خېبرپښتونخوا صوبه کې وسله وال بریدونه او مرګ ژوبلې تر ټولو زياتې شوي دي، په دغه صوبه کې ټول 106 وسله وال بريدونه شوي او 130 کسان پکې وژل شوي دي.
پاکستان کې د شخړو او امنیتي څېړنو انسټیټیوټ (پيکس) د رپورټ ترمخه، د جولای د میاشتې په مقابله کې په اګست کې وسله وال بريدونه 74 فيصده سېوا شوي دي. په رپورټ کې ویل شوي، د اګست په میاشت کې 143 وسله وال بريدونه شوي او په دغې حساب د اګست میاشت په تېرو لسو کلونو تر ټولو خونړۍ مياشت وه، تېره میاشت شوي وسله وال بريدونه د 2014م کال د فرورۍ نه پس تر ټولو زيات بریدونه ریکارډ شوي دي.

پيکس ویلي، تېره مياشت ترسره شوو وسله والو بريدونو کې ټول 194 کسان وژل شوي، چې پکې 74 د امنیتي ځواکونو سرتېري، 62 ملکي وګړي، 58 وسلهوال او د یوې امن کمېټۍ غړی شامل دی. د دې ترڅنګ 231 کسان ټپیان شوي، 129 پکې د امنیتي ځواکونو غړي، 92 ملکي وګړي، اته وسلهوال او دوه د سولې کمېټۍ غړي دي. ويل شوي وسلهوالو لږ تر لږه لس کسان تښتولي هم دي.
ویل شوي، د يادو بریدونو په ځواب کې، امنیتي ځواکونو پراخ عملیات پیل کړي، چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه 100 وسلهوال وژل شوي او 31 نور نیول شوي او په عملياتو کې درې ملکي وګړي او یو امنیتي سرتېری هم وژل شوي دي.

ګډه مرګ ژوبله
د اګست په میاشت کې په وسلهوالو بریدونو او امنیتي عملیاتو دواړو کې ټول 298 کسان وژل شوي، چې پکې 158 وسلهوال، 74 د امنیتي ځواکونو سرتېري، 65 ملکي وګړي او د سولې کمېټې یو غړی شامل دي. ويل شوي، مرګ ژوبلې د جولای په پرتله سل فيصده زياتې شوي دي.
خېبر پښتونخوا: د ناامنۍ مرکز
د پيکس په رپورټ کې ویل شوي، د اګست په میاشت کې په خېبرپښتونخوا صوبه کې ټول 106 وسله وال بريدونه شوي، او په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو لوړه میاشتينۍ شمېره ده. باجوړ او شمالي وزيرستان کې عمليات هم ترسره شوي او د وسله والو څخه د ځينو علاقو پاکولو ادعاوې شوي خو دغلته امنیتي وضعه اوس هم ترينګلې ده.
تر ټولو زیات بریدونه په خیبر پښتونخوا کې شوي، په ځانګړې توګه قبايلي (پخوانۍ فاټا) کې 51 وسله وال بریدونه شوي دي، په دغو بریدونو کې 74 کسان وژل شوي، چې پکې 20 امنیتي سرتېري، 12 ملکي وګړي او د امن کمېټۍ يو غړی شامل دی. ويل شوي، په امنیتي عملیاتو کې 24 وسلهوال وژل شوي دي. وسله والو بريدونو کې 99 کسان ټپيان شوي، 50 پکې د امنيتي ځواکونو غړي او 41 ملکي وګړي شامل دي.
د قبايلي ضلعو نه علاوه نوره پښتونخوا صوبه کې 55 وسله وال بريدونه شوي، چې له امله یې 56 کسان وژل شوي، 26 پکې امنیتي سرتيري، 22 وسله ملکي وګړي او اته وسله وال شامل دي. بريدونو کې 53 امنیتي سرتيرو او 26 ملکي وګړو په ګډون 81 کسان ټپيان شوي دي. ويل شوي، امنیتي ځواکونو په دغو سیمو کې 24 وسلهوال وژلي او 16 نور نیولي دي.
بلوچستان کې بریدونه او مرګ ژوبلې
پیکس ويلي، بلوچستان لا هم له ناامنۍ سره مخامخ دی، هلته 28 بريدونه شوي، چې له امله یې 52 کسان وژل شوي، چې پکې 23 امنیتي سرتېري، 21 ملکي وګړي او اته وسلهوال شامل دي. ويل شوي، وسلهوالو لږ تر لږه پينځه کسان تښتولي دي. د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې 50 وسلهوال وژل شوي، چې دا له جون 2015م وروسته تر ټولو لوړه شمېره ده، ويل شوي، د وسله والو ضد عملياتو کې د BLA او BLF ځينې کېمپونه او مرکزونه ويجاړ کړل شوي او د دواړو ډلو مهم مشران نيول شوي دي.
سيند او پنجاب:
په سيند صوبه کې په شپږو بريدونو کې اته کسان وژل شوي، شپږ پکې امنیتي اهلکار او دوه ملکي وګړي شامل دي، او په پنجاب صوبه کې يواځې دوه بريدونه شوي، يو ملکي وګړي او بریدګر پکې وژل شوي دي.