د افغانستان د ماین‌پاکۍ پروګرام د شریکانو سره د لوړې کچې ناسته کړې

د افغانستان د ماین‌پاکۍ پروګرام (MAPA) د شریکانو سره د لوړې کچې د همغږۍ ناسته کړې د همکاریو د پیاوړتیا، د نویو معلوماتو د تبادلې، د ستونزو د ارزونې او د مستندو پرېکړو د ملاتړ په موخه یې د اړونده شریکانو بحث کړی دی.

دا ناسته له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست (DMAC) په نوښت او د ماین‌پاکۍ تخنیکي برخې (MATC) په تخنیکي ملاتړ جوړه شوې چې پکې د تطبیق کوونکو ادارو او نورو شریکانو استازو ګډون کړی دی.

په غونډه کې د تېرې ناستې پر پرېکړو بیاکتنه، د پوهنې وزارت په ښوونځیو کې د ماین‌ د خطرونو د پوهاوي (EORE) د ادغام په اړه تازه معلومات وړاندې کړل شوي، او د MATC له لوري د FCDO پروژې جزیات وړاندې کړل شوي دي.

ويل شوي، د ملګرو ملتونو په پروژو کې د ماین‌پاکۍ ادغام، د MAPA د سرچینو بسیج، د تطبیق کوونکو شریکانو راپورونه او د عملیاتو لنډیز د بحث اصلي موضوعات وو.

همدارنګه د شریکانو د نظرونو او وړاندیزونو ترلاسه کولو په موخه د پوښتنو او ځوابونو لپاره هم یوه برخه ځانګړې کړل شوې وه.

ويل شوي، یاده ناسته به د شریکانو تر منځ د لا ډېرې همغږۍ، له ماینونو څخه د خوندي افغانستان د جوړولو په برخه کې د ظرفیتونو د یوځای کېدو او د ګډو هڅو د پیاوړتیا لپاره یو ښه فرصت برابر کړي.

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے