د رییس الوزرا مالي او اداري مرستیال د یو پلاوي په مشرۍ د کډوالو وضعیت ارزونې په موخه تورخم ته سفر وکړ

مانیٹرنگ رپورٹ

د اسلامي امارت د رییس الوزرا مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی تورخم عمري کمپ ته سفر وکړ او دلته یې له پاکستان څخه په جبري توګه د راستنېدونکو افغانانو لپاره د برابر شویو خدماتو او وضعیت ارزونه وکړه.

په دغه سفر کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخوند، د باختر آژانس عمومي رییس مولوي ضیاءالحق حقمل او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو ګډون درلود.

مولوي حنفي د تورخم په عمري کمپ کې د خپلو خبرو پر مهال وویل، اسلامي امارت د خپلو خلکو ترڅنګ ولاړ دی او ټولو راستنېدونکو افغانانو ته به د ژوند ټولو برخو کې لازمي اسانتیاوې برابروي.

نوموړي د پاکستان له حکومته هم وغوښتل، چې د افغانانو له مالونو او شتمنیو دې د زیان رسولو څخه ډډه وکړي.

د حنفي په وینا، د اسلامي امارت اړوند ادارې د تورخم په عمري کمپ کې د ۲۴ ساعته خدماتو په برابرولو سره هڅه کوي، چې هېوادوالو ته د ستنېدو پر مهال هېڅ ډول ستونزه پېښه نه شي.

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے