مانیٹرینگ رپورٹ
تورخم عمري کمپ کې راستنېدونکو افغانانو لپاره ۱۲ کمېټو کې ۲۴ ساعته خدمات پیل شوي
د تورخم عمري کمپ مسوولین وایي، د اسلامي امارت له لوري پاکستان څخه بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د یاد کمپ په ساحه کې هر اړخیز ترتیبات نیولي، چې له مخې یې د ۱۲ ځانګړو کمېټو له لارې د واحدې رهبرۍ تر چتر لاندې شپه – ورځې خدمات وړاندې کیږي.

د تورخم عمري کمپ مسوول محمد هاشم میوندوال باختر آژانس ته ویلي، چې د اسلامي امارت په هڅو د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو د هر ډول ستونزو د حل لپاره بشپړ سیستم جوړ شوی او دا مهال هره کمېته د خپلې اړوندې برخې فعال خدمات ترسره کوي.
میوندوال زیاتوي، د خوراکي موادو، روغتیا، ټرانسپورت، مخابرات، معلوماتو، ثبت، اسنادو، پوهاوي او نورو اړینو برخو کې دوامدار، منظم او معیاري خدمات وړاندې کیږي.

په ورته مهال راستانه شويو هېوادوالو باختر آژانس ته ویلي، چې تورخم عمري کمپ کې یې له خپلو کورنیو سره هر اړخیز خدمات ترلاسه کړي او د اسلامي امارت له دا ډول پاملرنې خوښ دي..