په افغانستان کې مهم پرمختګ – د امنیت او قانون په اړه په یوه مهمه غونډه کې د سراج الدین حقاني ګډون

رپورٹ(CBN247)

په کندهار کې د افغان طالبانو د مشر شیخ هبت الله اخوندزاده په مشرۍ د امنیتي چارو په اړه یوه لوړپوړې غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د دفاع وزارت قائم مقام وزیر ملا محمد یعقوب، د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د استخباراتو عمومي ریاست مشر عبدالحق وثیق، د دفاع وزارت مرستیال مولوی عبدالقیوم ذاکر او د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوی محمد نبي عمري ګډون کړی وو.

د افغان طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې ایکس پاڼې یوه بیان کې ویلي چې په غونډه کې د سولې د ټینګښت او ورسره مخ چلینجونو په اړه راپورونه وړاندې شول او اړوندو وزیرانو ته لارښوونې وشوې.

د غونډې یوه مهمه خبره د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ګډون وو چې نږدې درې میاشتې یې له خپلې وزارت او نورو حکومتي چارو څخه واټن درلود او د معلوماتو له مخې د هغه د عامو خلکو له سترګو د پټیدو اصلي لامل د طالبانو د مشرتابه او مشرانو سره اختلافات وو، خو د څو دوست هېوادونو , سعودي عرب، قطر او متحده عربي اماراتو د دې اختلافاتو په ختمولو کې مرسته وکړه.

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے