په پاکستان کې د وچکالۍ خطر

رپورٹ(CBN247)

د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر له میاشتې څخه د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۲۱مې نیټې پورې د بارانونو اندازه د معمول نه ۴۰ سلنه کمه وه، په داسې حال کې چې په سندھ کې د معمول نه ۶۲ سلنه او په بلوچستان کې د معمول نه ۵۲ سلنه کم بارانونه ثبت شوي دي.

د موسمياتو محکمې ویلي دي چې په پنجاب کې د معمول نه ۳۸ سلنه، په خیبر پښتونخوا کې د معمول نه ۳۵ سلنه او په آزاد کشمیر کې د معمول نه ۲۹ سلنه کم بارانونه شوي دي.

د موسمياتو محکمې په وینا، وروستیو بارانونو د منځني او لوړو سیمو د وچکالۍ حالت ښه کړی دی، خو په سندھ، بلوچستان د جنوبي برخو او پنجاب د ختیځو میداني سیمو کې وچکالي لا هم موجود ده.

Tree lies on the cracked bed of a dried reservoir in this representational image. — Reuters/File

تربیلا ډیم د مرده سطحې (ډیډ لیول) ته رسیدلی دی، د استعمال وړ اوبو ذخیره ختمه شوې ده.

د موسمياتو محکمې ویلي دي چې تربیلا او منګلا ډیمونو کې د اوبو سخت کمښت دی، په داسې حال کې چې روان کال د مارچ په میاشت کې د جنوبي سیمو اوسط تودوخه د معمول نه ۲ تر ۳ درجې زیاته ده.

د موسمياتو محکمې زیاته کړې چې په ځینو جنوبي سیمو کې د وچو ورځو شمېر ۲۰۰ نه هم زیات شوی دی، او په وچکالۍ ځپلو سیمو کې حالت نور هم خرابیدای شي.

One thought on “په پاکستان کې د وچکالۍ خطر

  1. حالات انتہائی کشیدہ ہے ۔کلائمیٹ کا مسلہ سنگین حد تک جا چکا ہے اب واحد حل ہے کہ کنسٹرکشن پر پابندی سمیت زیادہ سے درخت اگائے جائیں ورنہ مستقبل قریب میں سانس لینا بھی محال ہوگا اور پانی کی بوند بوند کو لوگ ترسے گے

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے