فضل عزيز بونيری
د خېبرپښتونخوا د صوابۍ ضلعې سره تعلق لرونکی د پښتو خوږ ژبی سندرغاړی، هنرمند، موسيقار فاروق استاد/ ګل جي د 80 کالو په عمر کې په حق کې رسېدلی دی.
د فاروق استاد د زوي راحت په وينا، پلار یې د تېرو لسو کالو راهسې د زړه، وينې د فشار او ساه د ناروغو سره مخ وو، خو موسيقي او خپل هنر یې ورسره جاري ساتلی وو،
فاورق استاد نن په نهم ستمبر سهار وختي په کور کې د زړه د دورې له امله ساه ورکړې او هم نن به د صوابۍ ضلعې په چوټا لاهور تحصيل کې په خپل کلي تور ډېر کې خاورو ته سپارلی شي.
د راحت په وینا، فاروق استاد په ټوله پښتونخوا کې تر د کوټې او کراچۍ او افغانستان پورې یې شاګردان لرل او ياد وو، ياد هنرمندان لکه بهادر زېب خيال زېب، هارون باچا، کفايت شاه، هشمت سحر، ظفر اقرار، بختيار خټک، زرک خان او نور ګڼ د هغه شاګردان پاتې شوي دي.
هغه وويل، پلار یې نوموړی فنکار وو، هغه نه يواځې د هارمونيم ياد استاد وو، بلکې په راګونو، سُور او تال او تبله یې هم عبور لرو.
د راحت په خبره، فاروق استاد ياد موسيقار او طرزونه جوړونکی وو، د رېډيو، ټي وي او فلمونو دپاره یې موسيقۍ او طرزونه جوړ کړي او خپله یې هم د غني خان نه راواخله د يادو شاعرانو زرګونو کلامونه په خپله زمزمه کړي دي.
د فاروق استاد په مړينه محقيق او پوهان نورالامين يوسفزي ليکلي، [فاروق استاد يو کهنه مشق موسيقار او هنر مند وه، د يو انسان په حېث هم يو ډېر خوږاو نيک سيرته بنده وه،د ډیرو لويو لويو هنرمندانو استاذ هم وه].
د هارون باچا په ګډون ګڼو هنرمندانو، ليکوالانو شاعرانو او په ټولنيزو رسنيو فاروق استاد د استاذانو استاد ياد کړی، پښتو موسيقۍ ته یې د هغه د خدماتو ستاينه کړې او د عقیدت پيرزونې یې ورته وړاندې کړي دي.