نصرت الله طاهرزی
کونړ – د وروستۍ زلزلې له امله د زدکړو له بهیر بې برخې ماشومانو لپاره د کونړ د پوهنې ریاست په لنډمهالو مېشت
غالو کې ۷۲ ټولګي فعال کړي دي چې په کې زرګونه زده کوونکي بېرته خپلو درسونو ته ستانه شوي دي.
د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، د دغو ټولګیو موخه د زلزله ځپلو ماشومانو د ښوونیز بهیر دوام دی. دا ټولګي به تر هغو فعال پاتې شي چې تر کمپونو زده کوونکي مېشت وي، او کله چې د دوی په سیمو کې ویجاړ شوي ښوونځي بېرته ورغول شي، نو تدریسي بهیر به هلته پیل شي.
زلزله ځپلي زده کوونکي د دې موقتي ټولګیو پر جوړېدو خوښ دي، خو ټینګار کوي چې باید په خپلو سیمو کې ویجاړ شوي ښوونځي ژر تر ژره ورغول شي.
یادونه باید وشي چې د کونړ د پوهنې ریاست د مالوماتو له مخې د وروستۍ زلزلې په ترڅ کې ۲۷۲ زده کوونکي او څلور ښوونکي مړه شوي، ۸۸۲ نور ټپیان دي، او تر ۳۰۶ زیات ښوونځي په بشپړ یا نیمه ډول ویجاړ شوي دي.