سي بي اين
کابل: په افغانستان کې د طالبانو د موقتي حکومت د بهرنيو چارو وزير امير متقي خان د ماسکو فارمېټ غونډه کې ويلي، په سيمه کې امنيتي مسله په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو سره نه ده راپيدا شوې.
هغه ويلي، د روس مننه کوي چې په دغه فارمېټ کې یې په لومړي ځل بللی او د روس مننه یې کړې چې د طالبانو حکومت یې په رسميت پېژندلی دی.
هغه زياته کړې، د افغانستان او سيمې اړيکې د پخوا څخه زياتې قوي او استحکام پله روانې شوي دي. د نوموړي په خبره، په سیمه او نړۍ کې تغيرات روان دي، او د روس او افغانستان اړيکې د نور ډېر باور په لور دي.
د طالبانو د موقتي د حکومت په اړه یې ويلي، په څلورو کلونو کې یې د افغانستان په امنيت، بهرني سياست او اقتصاد کې پرمختګونه کړي دي.
متقي ويلي، دوی د داعش او نشه يي توکو او نورو ډېرو چېلنجونو سره مخ وو، خو افغانستان اوس بدل شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، په سيمه کې امنيتي مسله په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو سره نه ده راپيدا شوې.
هغه ويلي، تېر شل کاله په افغانستان کې بهرنی حضور، او دې غېر مشروع حضور سره د سيمې د ځينو هيوادونو همکاري د امنیتي ستونزو د جوړېدو اساسي لامل وو.
خو نوموړي د کوم هيواد نوم نه دی ويلی، خو د طالبانو په حکومت کې په افغانستان کې د ناامنۍ لامل د مينځه تللي دي.
امیر خان متقي دا خبرې په داسې حال کې کړي چې طالبان څلور کاله وړاندې په افغانستان کې واکمن شوي او د هغې وروسته پاکستان پرله پسې تور لګوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان ضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي.
د نوموړي په خبره، په افغانستان کې هيڅ داسې ډله شتون نه لري چې د افغانستان د خاورې څخه په استفادې نورو هيوادونو ته ستونزې جوړې کړي، هيله ده چې د ناامنۍ سره مخ هيوادونو زمه وار خپله زمه واري په خپله اوږه واخلي.
پاکستان تور لګوي چې لاقانونه ګرځول شوې ډله تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په افغانستان کې شتون لري.
متقي تور لګولی، ځینې لوري فعاله هڅه کوي چې په تېرو څلورو کالو کې په افغانستان کې د راغلي امن د ستايلو په ځای افغانستان سيمې ته د خطر په حېث معرفي کړي، زه یې دغه هڅې په کلکو ټکو غندم.
نوموړي په غونډه کې د خپل موقتي حکومت او پرمختګونو په اړه هم خبرې کړي دي.