درې میاشتو کې د تورخم له لارې ۸۸ زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي، دایمي کار او سرپناه غواړي

راپور: نصرت الله طاهرزی :

ننګرهار، افغانستان

په تېرو درېیو میاشتو کې د پاکستان له لارې د افغانستان پر لور د تورخم دروازې له لارې بېرته راستنېدونکو افغان کورنیو شمېر له ۱۲۵۰۰ څخه اوښتی، چې شمېر یې نږدې ۸۸ زره کسانو ته رسېږي.

د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وایي، دغه راستنېدونکو ته تر اوسه د اسلامي امارت او بشري مرستندویو ادارو له خوا ټولټال ۱۱۲ میلیونه افغانۍ نقدې مرستې وېشل شوې دي.

خو تازه راستنېدونکي کورنۍ له حکومت څخه دایمي دندې او سرپناه غواړي.

"ټوله شتمني مو پاکستان کې پاتې شوه”

۴۷ کلن محمدالدین چې د کوز کونړ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وايي چې د درېیو لسیزو وروسته خپل وطن ته داسې مهال راستون شو چې په پنجاب، پاکستان کې یې د مزدورۍ له لارې د خپل اولاد ژوند ته رزق پیدا کاوه، خو ناڅاپه پولیسو ورته امر وکړ چې وطن ته ولاړ شي.

"مونږ خپل کور کې ناست و، پولیس راغلل او ویې ویل چې تاسې باید وطن ته لاړ شئ. مونږ هم ژر کډه وتړله او سبا تورخم له لارې افغانستان ته راغلو.”

بل راستنېدونکی کډوال شمس الحق وايي چې ټوله شتمني یې پاکستان کې پاتې ده:

"دلته مو هېڅ نشته، نه ډوډۍ لرو، نه سرپناه. مونږ له حکومت غوښتنه کوو چې زموږ د شتمنیو انتقال لپاره له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.”

"نه مو کور شته، نه کار”

راستنېدونکي افغان کډوال وایي چې دلته نه د اوسېدو ځای لري او نه د کار زمینه ورته برابره ده.

شېرزمان وایي:

"نه کور لرو، نه ځمکه، نه د کار روزګار څه زمینه. مونږ له حکومت او مؤسسو غواړو چې د کار او سرپناه په برخه کې موږ ته ځانګړې اسانتیاوې برابرې کړي.”

د حکومت دریځ

د ننګرهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس بازمحمد عبدالرحمن وايي چې د جبري ایستنې له دویم پړاو راهیسې تر دې دمه څه باندې ۱۲۵۰۰ کورنۍ د تورخم دروازې له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

د هغه په وینا، په دې موده کې ۹۴۵ نورې کورنۍ هم له زندان وروسته د پاکستان له خاورې شړل شوي، چې هغوی ته هم نغدي مرستې ورکړل شوې دي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د پاکستان حکومت پرېکړه کړې ده چې شاوخوا ۱۴ لکه هغه افغان کډوال چې د پی او آر کارتونه لري او تر جون ۲۰۲۵ پورې یې موده وه، له هېواده وباسي.

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے