پښتونخوا کې په باراني او سېلابي پېښو کې 406 کسان مړه، 245 ژوبل، ابتدايي رپورت

فضل عزيز بونيری

خېبرپښتونخوا صوبه کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم اې) نن په 26م اګست ويلي، د 15م اګست راهسې تراوسه پورې د صوبې په مختلفو ضلعو کې په باراني او سېلابي پېښو کې د ابتدايي رپورټ ترمخه، 406 کسان مړه او 245 ژوبل شوي دي.

د پي ډي اېم د رپورټ ترمخه په مړه شوو کې 131 نارينه، 167 ښځې او 108 ماشومان شامل دي.

بارانونو 2810 کورونو ته زیان اړولی او پکې 674 په بشپړ ډول تباه شوي دي.

د رپورټ له مخې، تازه پېښو کې تر ټولو زياته د بونېر ضلعه ځپل شوې او يواځې په دغه ضلعه کې تراوسه پورې د مړو شمېره 237 ته رسېدلې ده.

پرون په 26م اګست د بونېر ضلعې د حلقه (پي کی 25) نه د صوبايي اسمبلۍ منتخب ممبر رياض خان کراس بارډر نیوز 247 ډيجيټل ته ويلي وو، بونېر کې د پرونه پورې د 236 کسانو مړينه تاييد شوې او 16 لا هم بې درکه دي.

خېبرپښتونخوا کې د 15 اګست نه بارانونو او سېلابونو څخه د بونېر ترڅنګ، سوات، باجوړ، مانسهره، شانګله، کوز دير، بټګرام، ډېره اسماعيل خان او صوابۍ متاثره شوي دي.

چارواکي وايي، په يادو سيمو کې امدادي کارونه اوس هم دوام لري، او د سرکاري ادارو نه علاوه غېر سرکاري تنظيمونه او سیاسي ګوندونه او فعال هم په متاثره سيمو کې په مرستو کې برخه اخلي.

د قدرتي افتونو په وخت د انتظام قامي ادارې (اېن ډي اېم اې) د شمېرو ترمخه، سږ کال د 26م جون نه تر 26م اګست پورې په ټول ملک کې باراني او سېلابي پېښو کې ټول 799 کسان مړه او 1088 ژوبل شوي دي.

اېن ډي اېم اې ويلي، پښتونخوا صوبه تر ټولو زياته ځپل شوې او هلته په تېرو دوه میاشتو کې ټول 479 کسان مړه شوي دي.

د پاکستان مرکزي او د خېبرپښتونخوا صوبايي حکومتونو د اغېزمنو کورنيو دپاره مالي مرستې اعلان کړي، وزيراعظم شهباز شريف او د پښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور د اغېزمنو سيمو سفرونه هم کړي دي.

دوی ويلي، د اغېزمنو کورنيو د بحالۍ پورې به په قلاره نه کښېني. خو د متاثره سيمو خلک وايي، دوی اوس هم ډېرو مرستو ته اړتیا لري، دا مرستې او د بحالۍ لړۍ بايد د اوږدې مودې پورې دوامداره وساتل شي.

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے