افغان موقتي حکومت وايي، هڅه کوي چې ستنېدونکو کډوالو ته دايمي سرپناه برابره کړل شي

افغان موقتي حکومت وايي، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر ویلي، حکومت یې هڅه کوي، چې له هرې ممکنې شرعي لارې، راستنو شوو کډوالو ته دایمي سرپناه ور برابره کړي.

هغه زیاته کړې، له ملګرو ملتونو سره په همغږۍ توانيدلي، چې په ګاونډيو هېوادونو کې د افغان کډوالو یو شمېر ستونزې هوارې کړي.

د افغانستان ګاونډي پاکستان د کال 2023م په اکتوبر کې د افغان کډوالو ايستلو او افغانستان ته د بيرته په زوره لېږلو اعلان کړی وو، له دغې وروسته ايران هم افغان کډوال بيرته لېږل پيل کړي دي.

ملګرو ملتونو، د بشري حقونو تنظيمونو او پښتنو ملت پالو په پاکستان غږ کړی وو چې افغان کډوال دې په زوره ونه ايستل شي، خو پاکستان دغه لړۍ دوامداره ساتلې او وايي، غېر قانونه بهر ملکيان اوباسي.

رپورټونه وايي، افغانستان ته بيرته ستنېدونکي کډوال هلته د یو شمېر ستونزو سره مخ کيږي.

د کډوالو د چارو وزير ويلي، مسولینو ته یې سپارښتنه کړې، چې د راستنېدونکو د نوې احتمالي جوپې پیل ته چمتووالي ونیسي.

نزدې لس ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي وو، چې د کال 2025م د پيل راهسې تر اګست د 13مې پورې 2.3 ميلينه کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي، او په دوی کې ډېر په خپله خوښه خپل هېواد ته نه دي ستانه شوي.

په دغو کډوالو کې 1.84 ميلينه يواځې د ايران څخه ستانه شوي دي.

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے