نصرت الله طاهرزی
پاکستان له دغه هېواده د افغان کډوالو ايستلو دویمه څپه یو ځل بیا چټکه کړې چې هره ورځ یوازې د تورخم له لارې سلګونه کورنۍ افغانستان ته را ستنېږي.
د تورخم عمري لنډمهالي پنډغالي مسوولین وايي، په تېره یوه اوونۍ کې یې له پاکستانه تاز را ایستل شوي نږدې دوه زره کسان یې د کار موندنې په موخه ثبت کړي.
مسوولینو ویلي، په دې کسانو کې له نیمايي زیاتې مېرمنې دي چې د کار موندنې په موخه نړۍوالو بنسټونو او بېلابېلو ادارو ته ور پېژندل شوي.
ورته مهال را ستانه شوي مسلکي کسان له اسلامي امارت او اړوند نړۍوالو بنسټونو د خپل مسلک اړوند کاري زمینو د برابرولو غوښتنې لري.
را ستانه شوي افغان کډوال وايي، د کډوالۍ په دوران کې یې په بېلابېلو برخو کې حرفوي او مسلکي زده کړې کړي او غوښتنې یې دا دي چې دلته دې ورته د خپل مسلک اړوند کاري زمینه برابره شي.
له پاکستانه تازه را ستون شوی عبدالحمید وايي، «ما په پاکستان کې شل کلونه تېر کړي، هلته مې خیاطي زده کړې، د خیاطۍ په هر ډول کارونو پوهېږم، اوس خپل وطن ته راغلم، دلته د کار زمینه نه لرم؛ ځکه دومره سرمایه نه لرم چې زه پرې خپل کاروبار جوړ کړم؛ نو زما غوښتنه دا ده چې ما ته دې د خیاطۍ کاري زمینه برابره شي او یا چېرته داسې ځای کې دنده راکړل شي چې زما د مسلک مربوط کارونه په کې وي.»
https://pashto.cbn247.com/1253.html
له پاکستانه را ستانه شوي افغان کډوال دغه راز خپل وطن ته په را ستنېدو د کاري زمینو نشتوالي سربېره د سرپناه له نشتوالي هم شکایت کوي.
دوی غوښتنه کوي چې اسلامي امارت دې دوی ته د ځمکو د ورکړې ترڅنګ د سرپناه په برخه کې لازمې همکارۍ وکړي.
له پاکستانه تازه را ستون شوي افغان کډوال سیف الله وویل، «زما پیدایښت پاکستان کې شوی، ټول عمر مې هلته تېر شوی، اوس له خپلو بچیو سره وطن ته راغلم، دلته هېڅ نه لرم، نه کور لرم، نه ځمکه لرم چې یوه کوټه په کې جوړه کړم، زما غوښتنه دا ده چې دولت راته ځمکه راکړي او یو کور راته په کې جوړ کړي؛ ځکه زه نه د ځمکې د اخېستو وس لرم، نه د کور جوړولو او نه هم د کرایه کور وس لرم چې په کې و اوسېږم.»
په همدې حال د تورخم د عمري لنډمهالي پنډغالي مسوولین وايي، په تېره یوه اوونۍ کې یې له پاکستانه نږدې دوه زره تازه را ستانه شوي کډوال ثبت کړي چې له ډلې یې نیمايي مېرمنې او مسلکي کسان دي چې د کار موندنې په موخه یې اړوندو بنسټونو ته ور پېژندلي دي.
د تورخم عمري لنډمهالي پنډغالي د کار موندنې کمېټې استازی مطیع الله وايي، «په تېره یوه اوونۍ کې مونږ ۱۹۰۰ کسان ثبت کړي، په دې کې ۱۰۵۰ مېرمنې او ۸۵۰ نارینه دي، په دغو کې لوستي او مسلکي کارګر هم شته چې مونږ له ځان سره ثبت او راجستر کړي چې موسساتو او دولتي ادارو ته مو ور معرفي کړي؛ ترڅو ورته کاري زمینې برابرې کړي.»
تورخم کې د عمري لنډمهالي پنډِغالي د مسوولینو د معلوماتو له مخې په تېرو دوو ورځو کې له پاکستانه ۱۱۱۹ افغان کډوالې کورنۍ را ستنې شوي چې له نغدي او نورو لازمو مرستو وروسته خپلو سیمو ته لېږدول شوې دي.
افغان موقتي حکومت وايي، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر ویلي، حکومت یې هڅه کوي، چې له هرې ممکنې شرعي لارې، راستنو شوو کډوالو ته دایمي سرپناه ور برابره کړي.
هغه زیاته کړې، له ملګرو ملتونو سره په همغږۍ توانيدلي، چې په ګاونډيو هېوادونو کې د افغان کډوالو یو شمېر ستونزې هوارې کړي.
د افغانستان ګاونډي پاکستان د کال 2023م په اکتوبر کې د افغان کډوالو بيرته شړلو اعلان کړی وو، له دغې وروسته ايران هم افغان کډوال بيرته لېږل پيل کړي دي.
د کډوالو د چارو وزير ويلي، مسولینو ته یې سپارښتنه کړې، چې د راستنېدونکو د نوې احتمالي جوپې پیل ته چمتووالي ونیسي.
نزدې لس ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي وو، چې د کال 2025م د پيل راهسې تر اګست د 13مې پورې 2.3 ميلينه کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي، او په دوی کې ډېر په خپله خوښه خپل هېواد ته نه دي ستانه شوي.
په دغو کډوالو کې 1.84 ميلينه يواځې د ايران څخه ستانه شوي دي.