د پښتو وتلی شاعر، ليکوال او ډرامه نګار خالقداد اُمېد له دنيا لاړ

راپور: ډاکټر مصطفٰی کمال

وتلی پښتو شاعر، ليکوال، اديب او ډرامه نګار خالقداد اُمېد د اوږدې رنځورۍ وروسته نن د اکتوبر په ۱۸مه نېټه له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې. نوموړی د پښتو ژبې او ادب له هغو روڼ نومونو څخه و، چې د رېډیو پېښور او پاکستان ټېليوېژن د زرين دور بنسټګر ليکوالانو او هنرمندانو کې شمېرل کېده.

خالقداد اُمېد له تېرو څو مياشتو راهيسې سخت ناروغ و، خو د پښتو ادب مينه والو ته به دا خبر ډېر ناڅاپي او دروند وي، ځکه چې هغه د خپل ژوند په اوږدو کې د خندا، اُمېد او رڼا استازی پاتې شوی و.

نوموړی د ۱۹۳۶ کال د ستمبر په لومړۍ نېټه د سوات د کوزې بازدرې په سيمه کې د ميا ګل داد خان په کور کې زېږېدلی و. د زده کړو تر بشپړېدو وروسته يې د اکاؤنټنټ جنرل دفتر پېښور کې دنده پيل کړه او له همدې ځایه تقاعد شوی و.

خالقداد اُمېد د ادب يو متنوع او پياوړی ليکوال و — شاعر، افسانه نګار، او ډرامه نګار. د هغه د شعرونو مجموعې «زۀ يم مزدور د وطن» او «ستوري» د پښتو مقصدی ادب مهم آثار ګڼل کېږي. د افسانې په ډګر کې يې «د نينو بټ» په څېر کيسې د پښتو لنډې کيسې نوې بڼه معرفي کړه، او د رېډیو او ټېليوېژن لپاره يې ګڼ شمېر مقبولې ډرامې وليکلې، چې «کډه په سر» او «يوه شپه» تر ټولو زيات شهرت لري.

هغه د خپل هنر له لارې د تشدد پر ضد او د اولس د تربيت لپاره کار کړی و. د ده په شاعرۍ کې مينه، انسانيت، برابري او اخلاق د تلپاتې ارزښتونو په توګه راښکاره کېږي. د ده مشهوره نظم «زما د کلي خلقو» د هغه د فکر او فلسفې ښکلی انځور وړاندې کوي، چيرې چې هغه وايي:

د ژوند په هر ډګر کې، ټول په مثل يو ټبر ېئ
زما د کلي خلقو، تاسو څومره بختور ېئ

خالقداد اُمېد يو داسې اديب و، چې د بمونو او نفرت پر ځای يې د پښتنو پر مخونو خندا خپره کړه او د هغوی زړونه يې له اُمېده ډک کړل. هغه په خپل هنر کې رڼا، فڪر او زړورتيا پرېښوده — او له همدې امله به د پښتو ادب په تاريخ کې د اُمېد سمبول پاتې شي.

د خالقداد اُمېد جنازه د هغه په پلرني کلي کوزه بازدره (سوات) کې ادا شوه او هلته به خاورو ته وسپارل شو

خالقداد اُمېد له نړۍ لاړ، خو د ده شعرونه، کيسې او ډرامې به د پښتو ژبې او کلتور د ژوند ژواک برخه پاتې وي — ځکه هغه خپله هم د نوم په شان، اُمېد و او اُمېد پرېښود.

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے