نورستان: د افغانستان د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ د پاکستان پولې ته څېرمه د وسلهوالو د یوې ډلې او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتې او عملیاتو په اړه بېلابېلې ادعاوې شوې دي.
د هندوکش غږ د سرچینو په وینا، نښته د کامدېش ولسوالۍ په شرپیټ او لنډيپیټ سیمو کې رامنځته شوې او افغان ځانګړو ځواکونو په سیمه کې عملیات ترسره کړي دي.
سرچینې ادعا کوي چې په نښته کې د پاکستاني ملیشو، داعش او د ,,، په نوم یادې شوې ډلې له لسو زیات کسان وژل شوي او شپږ نور ژوندي نیول شوي دي. د سرچینو په خبره، د افغان ځانګړو ځواکونو د پاککارۍ عملیات لا هم روان دي.
په ورته وخت کې، د افغانستان د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند وحیدالله محمدي ویلي چې د کامدېش ولسوالۍ په سیمه کې افغان سرحدي ځواکونو د پاکستان له لوري د «شر او فساد» په نوم د یوې ډلې د شاوخوا ۴۰۰ غړو د ننوتلو مخه نیولې ده. د نوموړي په وینا، په نښته کې د دغې ډلې ۲۰ جسدونه د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي او ۳۰ کسان ژوندي نیول شوي دي.
خو د پاکستان له لوري تر دې دمه داسې کوم رسمي بیان نه دی خپور شوی چې په کامدېش کې د پاکستاني ځواکونو یا کومې پاکستاني وسلهوالې ډلې د ګډون ادعا تایید کړي.
د سیمې د وروستیو راپورونو له مخې، په کامدېش کې د طالبانو او د افغانستان د ازادۍ جبهې ترمنځ د نښتو په اړه هم ادعاوې شوې دي. د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې په سیمه کې یې پر ځینو پوستو بریدونه کړي، خو د دغو ادعاوو او د تلفاتو د شمېر خپلواکه تایید تر اوسه نه دی شوی.
د پاکستان چارواکو په وروستیو میاشتو کې په تکرار سره ویلي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د وسلهوالو فعالیتونو په اړه اندېښمن دي. اسلاماباد ټینګار کوي چې د پولې هغې غاړې ته د وسلهوالو مرکزونه د پاکستان د امنیت لپاره ګواښ دي. د سپټمبر په ۲۱مه پاکستان هم د افغانستان له پولې سره نږدې د وسلهوالو پر مرکزونو د هوايي بریدونو اعلان کړی و او ویلي یې وو چې ۲۸ وسلهوال یې وژلي دي؛ افغان چارواکو بیا د ملکي وګړو د مرګژوبلې راپور ورکړی و.
تر اوسه د کامدېش د تازه نښتې د دقیقې مرګژوبلې، د ښکېلو ډلو د هویت او د پاکستان د اتباعو یا ځواکونو د ګډون په اړه خپلواک او رسمي تایید نشته.
نورستان کې د وسلهوالو د نښتې او عملیاتو ادعا؛ د دواړو لورو دریځونه روښانه نه دي