د مرکزی بینک لہ خوا د نوې مالیاتي پالیسۍ جائزہ۔ نوې پالیسي بہ زر اعلان کي۔د سود شرح کښې د نور کموالي امکان نہ ښکاري

ریاض خان

د پاکستان مرکزی بینک سټیټ بینک د ګل په ورځ په لسمه نیټه  د مانیټری پالیسې کمیټی غونډه رابللی چی د راتلونکی دوه میاشتو دپاره د سود شرح مقرر کړی اقتصاد پوهان وایی امکان نه لری چی د سود په شرح کی زیات کمی راوستی شی ځکه د بجټ وړاندی په ملک کی  د  ګرانی هم امکان دی 

د پاکستان مرکزی بینک  سټیټ بینک روان کال د جنوري په میاشت کی د سود شرح یو فیصد راکمه کړی وه او د تیر کال جون راهسی د سود شرح د 22 فیصده نه 12 فیصده ته راکوزه شوی او په دی کی 10 فیصدی کمې راوستی شوی وو

 اقتصادی ماهرین  وایی امکان لرې د سود په شرح کی بدلون رانشې ځکه چی ایی ایم ایف  په پاکستان کی د اووه اربه ډالره د پور جایزه اخلی او د پاکستان نه اقتصادی اصلاحاتو غوښتنه کوی

د اقتصادی چارو ماهر عدنان خان وایی  زما نه شی خیال چی د سود په شرح کی کمی راشی  دوی وایی

,, ددی خبری امکان دی چی د سود شرح برقرار وساتي دهغی غټه وجه داده چی قامې بجټ راراون دی او هغی دپاره به غونډی کیږی او د هغی فیصلو به اثر په مارکیټ باندی راځی د بجټ وړاندی  به د ایی ایم ایف سره ژمنی کیږی او هغی سره هم د ګرانی امکان شته نو زما دا خیال دی د سود په شرح نیم فیصد کمی راشي او یا په ځایی اوساتلی شې،،

د مانیټری پالیسې کمیټئ غونډه په داسی وخت کی کیږی چی د ایی ایم ایف سره د پاکستان د  7 اربه ډالره   د پور وړومبی جایزه روانه ده او دا امکان هم شته چی د راتلونکی بجټ وړاندی پاکستان ته د پور دویم قسط ورکړی خو د ایی ایم ایف غواړی چی پاکستان اقتصادی اصلاحات عملی کړی او په خپل امدن کی زیات والی راولی

مرکزی د ټیکسونو اداری   ایف بی آر   شمیری ښیی روان مالی کال 2024- 25  په 8 میاشتو کی 600 اربه روپی نه زیاته  مالیاتی خساره راوړاندې کیږی امکان دی حکومت په جی ایس ټی او پټرولیم لیوی کی هم اضافه اوکړی او ګرانی سیوا شی  خو  اقتصاد پوهان وایی د ګرانی رفتار کم شوی خو امکان دی چی  سټیټ بینک به د سود په شرح کی  د احتیاط نه کار واخلې

په کراچی ښار کی میشته د اقتصادی امورو ماهر خبریال وکیل رحمان وایی د تیر کال راهسی د سود په شرح کی کمی لیدل کیږی او د هغی بنیادی وجه هم په ملک کی د ګرانی د رفتار کم والی دی دوی وایی په 

,,

پاکستان کی ګرانې یو نیم فیصد ته راغلی په تیرو نهه کالو کی دا تر ټولو کمه شرح ده په لسم مارچ چی مرکزی بینک د سود د شرحی تعین کوی نو داسی ښکاری چی نیم فیصد کمی پکی راولی او داسی هم کیدی شی چی هیڅ بدلون پکی رانشې،،

د پاکستان د  شماریاتو د اداری د رپوړټ ترمخه د ګراني رفتار 1.5 ته راکم شوی او مجموعی ګرانی روان مالی کال په 8 میاشتو کی 5.8 فیصده ده پوهان وایی مرکزی بینک په تیره مانیټری پالیسې کی ویلی وو روان کال په آخری سه ماهی کی د ګرانی امکان دی او ددی رفتار د 7 نه تر 8 فیصده پوری زیاتیدی شی  په تیره مانیټری پالیسی کی سټیټ بینک د پرمختیا شرح 2.5 نه تر 3.5 فیصده پوری اټکل کړی وه خو پوهان وایی اوس هم زراعت او صنعت د جمود ښکار دی او مثبت فعالیتونو ته اړتیا لرې.

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے