په متحده عرب اماراتو کې د درېو هېوادونو د شل اووريزه کرکټ لړۍ کې د افغانستان او پاکستان لوبډلې د جمعې په ورځ (29م اګست) يو بل ته مخامخ کيږي.
دا لړۍ يا سيريز د متحده عرب اماراتو، افغانستان او پاکستان ترمنځ ټاکل شوی دی.
ټورنامنټ کې به درې سره لوبډلې د پايلوبې/فاينل نه علاوه دوه دوه لوبې کوي.
د درېو لوبډلو د سيالو او بيا پسې سمدست پېلدونکي ايشيا کپ دپاره افغانستان او پاکستان خپلې لوبډلې اعلان کړي دي.
د افغانستان د لوبډلې مشري ستوری سپېنر بالر لوبغاړی راشد خان کوي. په لوبډله کې ورسره رحمان الله ګربز، ابراهيم ځدران، دروېش رسولي، صديق الله اتل، عظمت الله عمرزی، کريم جنت، محمد نبي، ګلبدين نايب، شراف الدين اشرف، محمد اسحاق، مجيب الرحمان، الله عضنفر، نور احمد، فريد ملک، نوين الحق او فضل الحق فاروقي شامل دي.
پاکستانۍ لوبډله د سلمان علي اغا په مشرۍ کې اعلان شوې، ورسره پکې ابرار احمد، فهيم اشرف، فخر زمان، حارث روف، حسن علي، حسن نواز، حسېن طلعت، خوشدل شاه، محمد حارث، محمد نواز، محمد وسيم جونير، صاحبزاده فرحان، صايم ايوب، سلمان مرزا، شاهين اپريدی او صفيان مقیم شامل دي.
خو د پاکستان ياد دوه لوبغاړي چې د لوبډلې مشران هم پاتې شوي، بابر اعظم او محمد رضوان په لوبډله کې نه دي شامل کړل شوي، پاکستان د يادو لوبغاړو په لوبډله کې نه شاملولو باندې پاکستان کې تاوده بحثونه روان دي.
د متحده عرب اماراتو، افغانستان او پاکستان ترمنځ د لوبو لړۍ په 29م اګست پېليږي او په اووم ستمبر یې پايلوبه اعلان شوې ده.
په دغې پسې سمدست هم په متحده عرب اماراتو کې د نهم ستمبر نه د ايشيا کپ لوبو لړۍ پيل کيږي، د ايشيا کپ لومړۍ لوبه هم د افغانستان او هانګ کانګ ترمنځ ټاکل شوې ده.
ايشيا کپ کې اته لوبډلې برخه اخلي، په ګروپ اې کې هند، عمان، پاکستان او متحده عرب امارات او په ګروپ بي کې افغانستان، بنګله دېش، هانګ کانګ او سري لنکا لوبډلې شاملې دي.
د ايشيا کپ پايلوبه/فاينل هم په دوبۍ کې په 29م ستمبر ټاکل شوی دی.