خیبر: باراني اوبه کورونو ته ننوتي، ډېرې علاقې یې ځپلي

خيبر- د موسمي بدلونونو له امله د ناڅاپي او سختو بارانونو په نتیجه کې د خیبر ضلعې بېلابيلې سيمې سختې اغېزمنې شوي دي. په جمرود، باړه او قبایلي سیمو لکه ملک دین خېل، قمبر خېل، شلوبر، سپاه او اکاخېل په ګډون په ګڼو ځایونو کې د خلکو کورونو ته اوبه ننوتلې دي چې له امله یې د خلکو ورځنی ژوند سخت زیانمن شوی دی.

باران په ځانګړي ډول ژورې سیمې اغېزمنې کړي دي، چرته چې خلک په اوبو کې راګیر شوي او د دوی شتمنیو ته زیان رسېدلی دی.

د خیبر ریسکیو ۱۱۲۲ د معلوماتو له مخې، د خبر ترلاسه کېدو سره سم د دوی ټیمونه سیمې ته رسېدلي او د اوبو د ایستلو لپاره یې د اوبو ايستلو مشینونه کارولي دي. د ریسکیو چارواکو په وینا، تر ټولو زیات اغېزمنې شوې سیمې د باړې نیو آبادي، بېسې غر، بکرآباد او فقیرآباد دي.

یو ځایي بزګر/زمیندار حضرت ګل، خپل فصل ته په اشاره سره وویل: "د باران اوبو مې کروندې ډوبې کړي دي، د فصلونو د تباه کېدو وېره ده، او همدا زمونږ یوازینۍ روزي ده.”

همدارنګه یو ځایي اوسېدونکي رحمت شاه وویل: "اوبې زمونږ د کورونو دننه شوې، ماشومان او مشران ټول اغېزمن شوي. که د ریسکیو ډلې په وخت نه وای رسېدلې، نو حالت به لا ډېر خراب شوی وای.”

د ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند، مقصود عالم، ویلي چې د دوی کارکوونکي د خلکو د ژوند او مال د ساتنې لپاره په بېلابېلو سیمو کې پرله‌پسې فعال دي او په باران ځپلو سیمو کې د اوبو ایستلو او د مرستې کارونه روان دي. ویاند زیاته کړه چې دا غیر معمولي بارانونه د موسمي بدلون نښې دي او د دې اغېزو د کنټرول لپاره ګډې تګلارې ته اړتیا ده.

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے