ریاض حسین :
د پاکستان د شماریاتو ادارې (PBS) لهخوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اگست میاشت کې د هیواد د بنیادی ګراني کچه (Core Inflation) ۳ فیصدی ته راکمه شوې، او دا د جولای د میاشتې ۴.۱ فیصدی په پرتله یو ښکاره کمښت دی
تېر کال د هم د اګست په میاشت کی د افراط زر شرح ۹.۶ فیصدی ته وه.
د شماریاتو د اداري د رپورټ تر مخه په میاشتني بنيادونو (MoM) افراط زر د جولای د ۲.۹ سلنې زیاتوالي وروسته، د اگست په میاشت کې ۰.۶ سلنه راټیټ شوی، چې د تېر کال د اگست میاشتې ۰.۴ سلنه زیاتوالي ښیې
Urban inflation ښاریزه ګرانې
د ښاري سیمو CPI افراط زر د اگست په میاشت کې کال په کال (YoY) ۳.۴ سلنه وو، چې د جولای د ۴.۴ او تېر کال د اگست د ۱۱.۷ سلنې په مقابل کم شوی.
په میاشتني حساب سره دا کچه ۰.۷ سلنه راکمه شوې، پداسې حال کې چې جولای کې ۳.۴ سلنه لوړه شوې وه.
کلیوالي سیمې ګراني :
CPI افراط زر په کلیوالو سیمو کې کال په کال ۲.۴ سلنه ثبت شوی، د جولای د ۳.۵ او د تېر کال د ۶.۷ سلنې پرتله کمه ده.
په میاشتني ډول یې ۰.۵ فیصده کمه شوی، تېره میاشت ۲.۲ سلنه زیات شوی وه
امروزه ګرانې (SPI):
د اګست په میاشت کی کال ۲۰۲۵ Index Sensitive Price (SPI) د کې کال په کال ۲.۶ فیصدی ګراني زیاته شوی، چې دا د جولای د ۰.۹ سلنه کمښت او د تېر کال د ۱۰.۸ فیصده زیاتوالي په ضد راکوزه شوی
خو په میاشتني ډول دا کچه ۳.۲ فیصده زیاته شوی