کونړ: زلزله ځپلو ماشومانو ته په دوستانه محلونو کې نوې هیلې راژوندۍ شوې

نصرت الله طاهرزی
کونړ – دوه اوونۍ وړاندې شوې زلزلې چې په کې ۲۲۰۵ کسان مړه، ۳۶۴۰ ټپیان او زرګونه کورونه ویجاړ شول، اوس یې
له اغېزو بچي ماشومان په دوستانه محلونو کې پر زدکړو او لوبو بوخت دي.

د کار او ټولنیزو چارو ریاست چارواکي وایي چې په خاص کونړ، څوکۍ او نورګل ولسوالیو کې ۱۳ دوستانه محلونه جوړ شوي چې موخه یې د ماشومانو رواني درملنه او ښوونیز بهیر ته دوام ورکول دي.

د دغو محلونو له لارې شاوخوا ۲۰۰۰ ماشومان زده کړه، مشورې او د لوبو فرصتونه ترلاسه کوي. ښوونکي وایي چې د لوبو او دوستانه فعالیتونو له امله د ماشومانو ډار لږ شوی او مورال یې یو څه لوړ شوی دی.

خو زلزله ځپلي ماشومان او کورنۍ ټینګار کوي چې دا بهیر باید دوامدار شي، ځکه هغوی لا هم له رواني ستونزو او سرپناه نشتوالي سخت ځورېږي. د ژمي د رارسېدو له امله هغوی اندېښنه لري چې که د کورونو د بیا رغونې او اړینو امکاناتو مرستې ور ونه رسېږي، د ماشومانو ژوند به له جدي خطر سره مخ شي.

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے