خېبرپښتونخوا کې د ژغورنې ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) ترمخه، دوه کار کوونکو یې د ژغورنې عملياتو کې ژوند د لاسه ورکړی دی.
ادارې ويلي، د کوهاټ ضلعې د دره ادم خېل بازي خېلو څخه ورته د سکرو په کان کې د يو تن د نښتو خبر ترلاسه شوی او بيا یې سمدست کارمندان موقعې ته رسېدلي، د خپل ځان د پروا کولو بغېر یې کان ته ننوتي چې نښتی تن وژغوري.
خو د ادارې په وينا، د نښتي تن د ژغورولو په مهال دواړه کارمندان هم ايسار شوي او ژوند یې د لاسه ورکړی دی.
د رېسکيو ۱۱۲۲ ترمخه، د دواړو کارمندانو روح الامين او صلاح الدين جنازه په خپل پلارني کلي کې په سرکاري اعزاز ترسره شوې او خاورو ته سپارل شوي دي.
رېسکیو ۱۱۲۲ سرکاري يا دولتي اداره ده، په هر ډول حادثاتي پېښو کې د ژغورنې او امدادي کارونه ترسره کوي.