د اسرايل او حماس جګړه: دوه کلنۍ جګړه کې په غزه کې 67,000 کسان وژل شوي

سي بي اين

په داسې حال کې چې د اسرايل او غزې د جچې دوه کاله پوره شو، ياده جګړه لا هم دوام لري، په ياده دوه کلنۍ جګړه کې تراوسه پورې 67,000 کسان وژل شوي دی.

که څه هم د اسرايل او حماس ترمنځ جنګ بندۍ شوي او ترمنځ یې د اسرايلي يرغماليانو او فلسطيني قېديانو تبادلې هم شوي، خو نه دغه جګړه په دايمي توګه ودرېدلې او نه تراوسه د غزې شخړه په بشپړ ډول هواره شوې ده.

د حماس د انتظام لاندې د صحت د وزارت د شمېرو ترمخه، په دوه کلنۍ جګړه کې د اسرايل په بمباريو کې تراوسه پورې 67,000 کسان وژل شوي، چې پکې نزدې د نيمې پورې ماشومان يا هغه دي چې غمرونه یې د 18 کلونو څخه کم دي.

خو په دغه شمېره کې وزارت د حماس د وسله والو شمېرې جدا نه ښايي.

اسرايل وايي، تراوسه پورې یې د حماس 20,000 وسله وال وژلي دي.

په غزه کې د حماس پرضد د اسرايل جګړه وروسته له هغې شروع شوې چې د کال 2023م په اووم اکتوبر حماس په اسرايل بريد وکړو او د اسرايل په وينا، ياد بريد کې 1200 اسرايليان وژل شوي او نزدې 250 يرغمل کړل شوي وو.

د اسرايل او حماس د شخړې د خاتمې دپاره څو ځله خبرې شوي خو تراوسه دغه خبرې نه دي کاميابې شوي.

په وروستيو کې د امریکې صدر ډونالډ ټرمپ ويلي، د غزې د شخړې د هواري هڅې کوي او دا به دايمې وي خو تراوسه د دغو خبرو کاميابېدو په اړه بحثونه روان دي چې دا به هم کامیابي شي که نه شي.

خو په غزه کې د اسرايل د بمباريو له امله په لکونو خلک بې کوره شوي، ملګري ملتونه او نړیوال وايي، د غزې پټۍ تباه کړل شوې، د لکونو په شمېره کې انسانان د سختې لوږې، ناروغو او نورو بنيادي بشري ستونزو سره مخ دي.

نړيوال بيا بیا په اسرايل غږ کوي چې په غزه کې نشل کشي ودروي خو اسرايل وايي، د حماس د خاتمې پورې به جګړه جاري ساتي.

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے