cbn247

په خیبرپښتونخوا کې د سختو بادونو او باران له امله 4تنه مړه شوي او ۱۰ نور ژوبل شوي

پېښور ( ریاض حسین): د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د طوفاني بادونو او شدید باران له امله رامنځته شوو پېښو کې لږ تر لږه 4 کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او 10 تنه نور ټپیان شوي د ریسکیو 1122 د رپورټ مطابق په مومندو او مردان ضلعو څخه د زیات نقصان راپورونه ترلاسه…

مزید پڑھیں
#FATAPATA #SalesTax2025

د پخوانیو قبایلي سیمو پر تولیدېدونکو توکو ۱۸ سلنه سیلز ټېکس لګول کېږي

د وفاقي حکومت له لوري د مالي کال ۲۰۲۵-۲۶ لپاره په جوړېدونکي بودیجه کې پریکړه شوې چې په پخوانیو قبایلي سیمو (فاټا/پاټا) کې د تولیدېدونکو توکو پر وړاندې به ۱۸ سلنه سیلز ټېکس لګول کېږي، چې هدف یې د عایداتو زیاتوالی او د ټېکس نظام پراخوالی دی. سرچینې وایي، د سیلز ټېکس معافیت ختمولو له…

مزید پڑھیں

علمي بحث: د پاکستان – هند اړیکو کې ترینګلتیا او پر سیمه یې اغېزې

مانیٹرنگ ڈیسک د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت «د پاکستان-هند اړیکو کې ترینګلتیا او پر سیمه‌ یې اغېزې» تر سرلیک لاندې علمي غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې وروستۍ ترینګلتیا، پر سیمه او ځانګړې توګه افغانستان یې اغېزو او نورو اړوندو موضوعاتو د ګردي مېز په بڼه بحث وشو،…

مزید پڑھیں

ننګرهار کې د دوو جبري نکاح ګانو مخه ونيول شوه

مانیٹرنگ ڈیسک ننګرهار ولايت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکايتونو اورېدلو رياست مسؤلين وايي؛ د دوی په هڅو نن په ننګرهار کې د دوو جبري نکاح ګانو مخه نيول شوې، کومې، چې د نجونو له رضا پرته د کورنيو له لوري تنظيم شوې وې. د هغوی په وينا؛ د دواړو پېښو تر څېړنې…

مزید پڑھیں

‏افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یوناما د وروستیو ناسمو او بې بنسټه څرګندونو په اړه د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت اعلامیه،

رپورٹ (CBN247) ‏یوناما په خپل تازه راپور کې د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت پر محتسبینو یو لړ بې‌اساسه، مغرضانه او له واقعیتونو لرې تورونه لګولي، او هڅه یې کړې چې شرعي اصول او قوانین د محدودیت په معنا تفسیر کړي.‏‏راپور کې راغلي چې د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو…

مزید پڑھیں

له پاکستان څخه په جبر او ظلم سره راشړل شويو مهاجرينو لاسنیوي په موخه لويه ولسي غونډه جوړه شوه

مانیٹرنگ ڈیسک نن پنجشنبه د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار په خليج هوټل کې له پاکستان څخه په جبر او ظلم سره راشړل شويو افغان مهاجرينو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه يوه ستره ولسي غونډه جوړ شو، چې پکې د ختيځ زون د بېلابېلو ولايتونو د ګڼو قومونو مشران، علمای کرام، قومي مخور،…

مزید پڑھیں

پاکستان – د هند له د اوبو بندیز به جنګ ګنړلی شی

رپورٹ (CBN247) د هند د انتظام لاندی کشمیر په مشهور سیل ګرئ سیمه پاهلګام کې پر سېلانیانو خونړي برید، چې له امله یې تر ۲۶ ډېر کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول، د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی شدید کړی دی. د دې پېښې په ځواب کې، پاکستان اعلان کړی چې له هند…

مزید پڑھیں

تورخم عمري کمپ کې پېښو سره د مبارزې ادارې له لوري یو مجهز کلینک جوړ او ۴۰۰ خېمې ولګول شوې

رپورٹ (CBN247) پېښو سره د مبارزې ملي ادارې له لوري تورخم عمري کمپ کې یو مجهز کلینیک جوړ او ګټې ته وسپارل شو.دغه راز یادې ادارې راستنېدونکو افغانانو ته ۴۰۰ خېمې هم ولګولې. د دغو چارو د پرانیستې مراسمو کې پېښو سره د مبارزې ملي ادارې مشر مولوي نورالدین ترابي د عمري کمپ مسوول محمد…

مزید پڑھیں

پاکستان او افغانستان د کډوالو ستونزې او دوه اړخیز تجارت ته د حل لارې لټوي

رپورٹ (CBN247) کابل – د افغانستان د کډوالو او راستنیدو چارو سرپرست وزیر مولوي عبد الکبیر د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره ولیدل او د اسلامي امارت د وروستي پاکستان ته د سفر په اړه یې خبرې اترې وکړې. په دې ناسته کې د کډوالو او راستنیدو چارو مرستیال وزیر کلیم الرحمن…

مزید پڑھیں

پاکستان او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا پریکړه وکړه

رپورٹ (CBN247) اسلام آباد – د پاکستان مرستیال صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر سینیټر محمد اسحاق ډار د افغانستان له سرپرست بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره مفصلې خبرې وکړې، چې په ترڅ کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه بحث وشو. په دې خبرو کې…

مزید پڑھیں