پاکستان سره مذاکراتو دپاره د مولوي یعقوب په مشرۍ پلاوی دوحې ته تللی

فضل عزيز بونيری سي بي اين: کابل په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ويلي، داچې وعده شوې وه له پاکستاني اړخ سره به نن د خالي/ شنبې په ورځ په دوحه کې مذاکرات ترسره کیږي، د دفاع وزیر محترم مولوي صاحب محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ د اسلامي امارت  یو لوړ پوړې هیئت نن…

مزید پڑھیں
Pakistan Afghanistan cricket

افغان کرکټ بورډ پاکستان سره د سیريز نه کولو اعلان کړی، وايي افغان لوبغاړي یې وژلي

فضل عزيز بونيری د افغانستان کرکټ بورډ ويلي، د پکتيکا ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د پاکستان په برید کې درې لوبغاړي وژل شوي دي. خو پاکستان ويلي د ترهګرو پټنځايونه یې په نخښه کړي دي. افغان کرکټ بورډ ويلي، بريد کې د ارګون ولسوالۍ کبير، صبغت الله او هارون په نوم درېو لوبغاړو په…

مزید پڑھیں

اورکزو کې د وسله‌والو نښته: د دوو افسرانو په ګډون ۱۱ پوځيان او ۱۹ وسله‌وال وژل شوي

سي بي اين د خیبرپښتونخوا په اورکزو ضلعه کې تېره شپه د وسله‌والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ سخته نښته شوې، په نتیجه کې یې د دوو افسرانو په ګډون ۱۱ پوځيان او ۱۹ وسله‌وال وژل شوي دي، د پاکستان پوځ په خپله دغه خبر خپور کړی دی. د پوځي بيان ترمخه، د خیبرپښتونخوا د…

مزید پڑھیں

ماسکو فارمېټ غونډه: متقي وايي، سيمه کې امنيتي مسله د طالبانو په واک کې راتلو سره نه ده راپيدا شوې

سي بي اين کابل: په افغانستان کې د طالبانو د موقتي حکومت د بهرنيو چارو وزير امير متقي خان د ماسکو فارمېټ غونډه کې ويلي، په سيمه کې امنيتي مسله په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو سره نه ده راپيدا شوې. هغه ويلي، د روس مننه کوي چې په دغه فارمېټ…

مزید پڑھیں

کوټه: ځانمرګي بريد کې د امنيتي عسکرو په ګډون لس تنه وژل شوي، ۳۲ ژوبل

د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکزي ښار کوټه کې د ملېشه (اېف سي) ځواک د مرکز سره نزدې چاودنه کې د امنيتي عسکرو په ګډون لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او ۳۲ نور ژوبل شوي دي. د بلوچستان صوبې د سصحت وزير بخت محمد کاکړ د چاودنې او پېښه کې د وژنو…

مزید پڑھیں

ډېره اسماعيل خان: ټرېفکي پېښه کې ۱۱ تنه مړه شوي

نن د جمعې په ورځ (۲۶ستمبر) د ډېره اسماعيل خان په درازنده داناسر سیمه کې يوه ټرېفکي پېښه کې لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه شوي دي، د ژغورنې ادارې رېسکيو ۱۱۲۲ له معلوماتو له مخې یوه مزدا ګاډی چې پکې د یوې کورنۍ غړي سپاره وو، د بلوچستان له خانوزۍ څخه ډېره اسماعیل خان…

مزید پڑھیں

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف او د پوځ مشر د امریکې د صدر ډونلډ ټرمپ سره ليدلي

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف او د پوځ مشر فيلډ مارشل عاصم منير د امریکې د صدر ډونلډ ټرمپ سره ليدلي، شهباز شريف ډونلډ ټرمپ د امن علمبردار په توګه یاد کړی او ویلي یې دي چې د هغه په برکت د پاکستان او هندوستان ترمنځ اوربند ممکن شوی دی، د هغه په مشرۍ به…

مزید پڑھیں

اقبال اپریدی: تيراه کې د جېټ الوتکو په بمبارۍ کې ۲۳ کسان وژل شوي

د خېبرپښتونخوا د قبايلي ضلعې خېبر نه د قامي اسمبلۍ غړي اقبال اپريدي دعوه کړې، چې د خېبر ضلعې په تيراه اکاخېلو کې د جېټ الوتکو په بمبارۍ کې ۲۳ بې ګناه ماشومان او مشران شهيدان شوي دي. نوموړي نن په ۲۲م سمتبر په خپله فېس بک پاڼه يو ويډیو بیان کې دغه دعوه کړې…

مزید پڑھیں

پښتونخوا کې د ژغورنې عملياتو کې د رېسکيو۱۱۲۲ دوه کارمندانو ژوند د لاسه ورکړی

خېبرپښتونخوا کې د ژغورنې ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) ترمخه، دوه کار کوونکو یې د ژغورنې عملياتو کې ژوند د لاسه ورکړی دی. ادارې ويلي، د کوهاټ ضلعې د دره ادم خېل بازي خېلو څخه ورته د سکرو په کان کې د يو تن د نښتو خبر ترلاسه شوی او بيا یې سمدست کارمندان موقعې ته رسېدلي،…

مزید پڑھیں

بلوچستان: دوه چاودنو کې د دوو امنيتي اهلکارو په ګډون لږ تر لږه اته تنه وژل شوي

سي بي اين د افغانستان سره په پوله د پاکستان د بلوچستان صوبې په سرحدي ښارګوټي چمن کې تېره نيمه شپه يوه چاودنه کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي. د چمن چارواکو ويلي، پېښه د پولې سره نزدې د ټېکسي په اډه کې شوې ده. چارواکو ويلي، پېښه کې ځايي خلک په…

مزید پڑھیں